امنیت

ددښمن مهمات دملي اردو دمنسوبينو لاسته ورغلل

دملي اردو منسوبينو نن دپکتياولايت  دزرملي ولسوالۍ په مربوطاتو کې ديو لړ عملياتو په ترڅ کې ددښمن يوه اندازه مهمات ترلاسه کړل.

 د ٢٠٣ تندرقول اردو  ويندوى ډگروال  ساعت ګل هوتک دباختر اطلاعاتي اژانس ته وويل  دغه عمليات دزرملي ولسوالۍ  دګوزکدوس په سيمه کې ترسره شول  چې له  امله يې يو کلاشنيکوف  د ٨٢ ملي متري توپ  درې ګولۍ ، دغرني هاوان شپږماينونه ،  پنځه لاسي بمونه ، پنځه لنډ واټن ويشتوونکي توغندي ، يو مارکول ټوپک ، دکلاشينکوف درې بکسي ګولۍ ، دريموټ کنټرول ماين يو چارج  کوونکې او يوه اندازه مهم سندونه اوپاڼې ترلاسه شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته