امنیت

څوارلس تنه وسله وال طالبان په غزني کې ووژل شول

غزني باختر دغويي دمياشتې ٦ نيټه :
څوارلس تنه وسله وال طالبان تيره شپه په  غزني ولايت کې ووژل شول.
د غزني دوالي وياند محمدعارف نوري باخترآژانس ته وويل ؛  دغه وسله وال طالبان ددغه ولايت دګيرو ولسوالۍ دپناه اوګوسفندي په کليوکې دافغان ځواکونو  په هوايي بريدونو کې  ووژل  شول او  اته تنه  نور ټپيان شول.
ديوبل  خبرله مخې ؛د غزني ولايت په څوامنيتي پوستو دوسله والوطالبانو  بريدونه په شاوتمبول شول.
د غزني د والي وياند محمدعارف نوري باختر آژانس ته وويل ؛  دغه وسله وال مخالفان دغزني ولايت  د مرکز د بابه يار او قلعه کوچي په  امنيتي پوستو ،د قره باغ ولسوالۍ دشاغولي په پوستې ،د اندړو ولسوالۍ دصاحب خان په پوستې ، دخواجه  عمري ولسوالۍ  د ده دولت   او د ګيرو او زنه خان ولسواليو د مرکزونو په امنيتي پوستو بريدونه وکړل  چې دافغان پوځيانو له مقاومت سره مخامخ شول   او بريدونه يې په شاوتمبول شول.
په دغو بريدونو کې افغان پوځيانو ته  دسر زيان  نه دى  اوښتى.
خو د دښمن د سرد زيان   دشمير په باب معلومات نشته .
پاى ذکرالله

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته