دملي اردومنسوبينو دپکتيکا ولايت دبرملي ولسوالۍ په مربوطاتو کې دمخالفينو پنځه ديرش کلاشينکوفونه ترلاسه کړل .
دملي دفاع وزارت دويندوى مطبوعاتي دفتر دباختر اطلاعاتي اژانس ته وويل دملي اردو منسوبينو دپکتيکا ولايت د برملي ولسوالۍ په انګو کلي کې دامنيتي دندو دترسره کولو په بهير کې پنځه ديرش کلاشينکوفونه چې دوسله والو مخالفينو له خوا پټ کړاي شوي وو ترلاسه کړل .
دخبرځاى د څرګندونو له مخې ددې پيښې په اړوند څوک نه دي نيول شوي .
په يوه بله پراختيا کې دملي پوليسو منسوبينو نن دکابل د خاک جبار ولسوالۍ په مربوطاتوکې دوسايطو ضد دوه ماينونو دتوپ دوه ګولۍ او دسکرتوغندي دوه ماينونه ترلاسه کړل .