سیاست

جمهوررئیس کرزی له سریلانکا څخه هېواد ته راستون شو

کابل_باختر د کب دمياشتې ١٦مه:
د افغانستان جمهوررئیس حامدکرزی چې د سریلانکا د جمهوررئیس مهیندا راجاپاسکا په بلنه د یوه لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ د هغه هېواد پلازمېنې کولمبو ته تللی و، نن له غرمې وروسته هېواد ته راستون شو.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ:
د هېواد جمهوررئیس پرون له غرمې وروسته د کولمبو په ښارکې په خپل استوګنځي کې د یو شمېر کورنیو او بهرنیو رسنیو او د تحقیقاتي مرکزونو له مسوولینو سره وکتل.
جمهوررئیس حامدکرزي په دې کتنه کې په سریلانکا کې د بشري حقونو او په افغانستان کې د بشر د حقوقو د اهمیت په باب وویل: سوله ښه ژوند او د انسانانو حقوق  تضمینوي. جګړه ټول واټونه له بشري حقونو څخه د سر غړونې په لور سوقوي. په هره اندازه چې زموږ په هېواد کې سوله وي په هماغه اندازه ثبات، امنیت او زموږ د خلکو د بشري حقونو څخه د ساتنې لپاره زمینه برابریږي. له دې امله د افغانستان له تجربې او نظره په قطعي ډول باید زموږ د اتباعو بشري حقونو ته پاملرنه وشي، ځکه چې افغانستان هره ورځ د خپلو خلکو له حقونو څخه د سرغړونې شاهد دی چې دا تر ډیره د جګړې او له هغې څخه د رامنځته شویو عواملو په سبب دي.
حامدکرزي د جمهوري ریاست د انتخاباتو او د خپل ورور له کاندیداتورۍ څخه د تیریدو په اړه وویل دا چې ورورمې غواړي له خپلې کاندیداتورۍ څخه تیر شي دا یو نیک کار دی. ما هغه وهڅاوه چې تیر شي. اوس دا پر ده پورې اړه لري چې د کوم کاندید په ګټه تیریږي او که یوازې له خپلې کاندیداتورۍ څخه لاس اخلي. زه فکر کوم چې په انتخاباتوکې له کاندیداتورۍ څخه د هغه تیریدل به، له دې سره مرسته وکړي چې بهرنیان په انتخاباتوکې لاس وهنه ونه کړي. تاسو د۲۰۰۹ میلادي کال انتخابات په یاد لریء چې په هغوکې د بهرنیانو لخوا ډیرې لاس وهنې وشوې په همدې دلیل ما له خپل ورورڅخه وغوښتل چې له خپلې کاندیداتورۍ څخه تيرشي او په دې کار سره غواړم چې نور په انتخاباتو کې بهرنیانو ته د لاس وهنې پلمه پاتې نه شي.
ده ټینګار وکړ چې په انتخاباتو کې ځانګړی کاندید نه لري او هغه لږ شمېر کاندیدان چې موجود دي هغه ټول پیژني او په حکومت کې یې له هغوی سره کار کړی دی او له هغوی سره یې کتلي هم دي.
جمهوررئیس زیاته کړه: زه ورته نیکې هیلې لرم. زما لپاره لویه لاس ته راوړنه او هغه ښه میراث چې پاتې کیږي، په افغانستان کې د عادلانه او شفافو انتخاباتو ترسره کېدل دي، هغه انتخابات چې د افغانستان خلک په خپلو رایو سره راتلونکی جمهوررئیس وټاکي. هر څوک چې د افغانستان د خلکو لخوا وټاکل شو، د افغانستان د یوه تبعه په توګه به هغه زما جمهوررئیس هم وي.
جمهوررئیس حامدکرزي د سریلانکا د رسنیو له مسوولینو سره په کتنه کې په دې اړه چې د هېواد له راتلونکي جمهوررئیس څخه څه غواړي وویل چې زه به راتلونکي جمهوررئیس ته هغه مهال چې واک یې ترلاسه کړ په تیرو ۱۲ کلونوکې زما د کوښښونو، بریاوو او ناکامیو په باب معلومات ورکړم.
زه به راتلونکي جمهوررئیس ته د هغه څه په باب چې موږ ترسره کړي دي مشوره ورکړم چې په کومو برخو کې موږ تیروتنه کړې ده او په څه ډول دی د دا ډول تیروتنو مخه ونيسي.
حامدکرزي له ۲۰۱۴میلادي کال څخه وروسته له افغانستان څخه د نړیوالو ځواکونو د وتلو او د نړۍ له هېوادونو سره د افغانستان د اړیکو په باب وویل چې موږ غواړو له ټولې نړۍ سره دوست و اوسو، په ځانګړي ډول له لویدیځ سره او غواړو له هغو سره دوست و اوسو او له هغوی سره ستراتیژیکې اړیکې ولرو. موږ غواړو له هغو سره ډیرې ښې اړیکې ولرو. یوازینی شی چې موږ یې غوښتنه کړې ده دا دی چې دغه اړیکې باید افغانستان ته سوله راولي، د دې لپاره که تاسو غواړی له یو بل هېواد سره اړیکې ولریء، دغه مسله له یو شمېر غوښتنو سره هم  مله وي، زموږ غوښتنه د سولې راوستل او په افغانستان کې د تاوتریخوالي پای ته رسېدل دي.
جمهوررئیس زیاته کړه چې امریکا له افغانستان څخه په بشپړه توګه نه ځي، که چیرې امنیتي او دفاعي موافقه لیک لاسلیک شي، د هغوی یو محدود شمېر په افغانستان کې پاتې کیږي. د جمهوري ریاست ټولو کاندیدانو ویلي دي: کله چې یې د جمهوري ریاست د چارو واګي ترلاسه کړل، امنیتي او دفاعي موافقه لیک لاسلیک کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته