ټولنه

په هرات کې په وروستيو دريو ورځوکې د ترافيکي پيښو له امله ٦٤ تنه ټپيان شول

کابل باختر د سلواغې  پنځلسمه :
په هرات ولايت کې ددريو ورځو په بهير کې دترافيکي پيښو له امله يو تن ووژل شواو ٦٤تنه نور ټپيان شول .
په هرات  کې ددغو ترافيکي پيښو دغه لوړ شمير داوسيدونکو انديښنې زياتې کړې دي .
  دوى دترافيکي اشاروته دچلوونکو دنه پاملرنې  په خاطر انديښمن دي او اوسيدونکي وايي دترافيکي اشارو ته  دچلوونکو دنه پاملرنې ، دچلوونکو دجواز نه لرل  او دچلوونکو دسرغړونې او دليږدونکو  واسطو زياتوالي په هرات کې دغه ترافيکي پيښې  رامنځته کوي .
دوى له دغه راز پيښو  څخه دترافيکو دمديريت دجدي چلند غوښتوونکي دي .
په همدې حال کې  دحوزوي روغتون دمطبوعاتو مسوول محمد رفيق شيرزي په تيرو دريو ورځو په بهير کې  دترافيکي پيښو ټپيان شمير څه ناڅه شپيته تنه اعلام کړ  او ويې ويل  دتيرو دريو ورځو  په بهير کې  دښار په دننه او په لويو لارو کې ٦٥ تنه اوسيدونکي د ترافيکي پيښو له امله ټپيان شوي دي او روغتون ته ليږدول شوي دي چې په ټپيانو کې يوتن وژل شوى او نور تردرملنې لاندې دي .
  ختم_ عطاالله _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته