امنیتTOP

د انسان تښتوونکو په منګولوکې عبدالرووف لس کلن شو

کابل / د وری۲۰ مه / باختر
تښتول شوى بلخي ماشوم عبدالرووف په داسې حال کې چې تراوسه پورې د انسان تښتوونکو په منګولو کې دى ، لس کلن شو.
د دغه ماشوم مور وايي که چېرې هغه له ما سره واى ما ورته د زېږېدو د کليزې مراسم پرځاى کول .
عبدالرووف په بلخ کې د يو ملي سوداګر زوى پنځه مياشتې مخکې د انسان تښتونکوله خوا وتښتول شو خو د افغانستان د امنيتي ځواکونو هلې ځلې د ده د ژغورنې لپاره نتيجه ورنه کړه .
د عبدالرووف خپلوان او د افغانستان په شمال کې نور ترکمنان څوڅوځلې د دغه ماشوم د تښتولوپه غبرګون کې مظاهرې وکړې او څومياشتې کېږي چې د بلخ د والي د دفتر په وړاندې د تحصن خيمه درولې ده .
يوځل آن د جمهوري رياست لومړى مرستيال امرالله صالح د انسان تښتوونکو له منګولو څخه د دغه ماشوم د ژغورنې ژمنه وکړه خو دغه ژمنه عملي نه شوه .
انسان تشتوونکو څو څو ځلې د لس کلن عبدالرووف د ويډيوګانو په لېږلو سره د هغه له کورنى څخه د يومېليون ډالرو غوښتنه کړې ده .
جمهوررييس په دې وروستيو وختو کې په يوه غونډه کې ويلي و ، چې افغان ځواکونو تراوسه پورې د عبدالرووف د تښتولو په تور په لسګونه تنه نيولي دي خو نه دي بريالي شوي چې د دغه ماشوم د ساتنې د سيمې کومه نښه ترلاسه کړي.
د افغانستان خلکو د ماشوم عبدالرووف د تښتولو په غبرګون کې د څو مياشتې په بهير کې د دغه ماشوم د ژغورنې لپاره د حکومت کمزوري شرموونکى بولي .
ختم-ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته