ټولنه

په پکتیا کې ۲۹۵ دولتي بستونو لپاره ډله یېزه ازموینه واخیستل شوه

ګردیز باختر د کب  د میاشتې ۶ مه
په پکتیا ولایت کې ۲۹۵ دولتي بستونو لپاره له څه کم دوه زرو نوماندانو څخه ډله یېزه ازموینه واخیستل شوه.
د پکتیا د والي مرستیال عبدالولي سهي د باختراژانس سیمه یېز خبریال ته وویل،په دغو  بستونو کې پنځم او شپږم بستونه شامل دي چې له پایلو وروسته به وړ کسان پکې په  دندو وګومارل شي.
هغه زیاته کړه چې،ولایتي اداره  هڅه  کوي،څو وړ کسان په دندو  وګوماري او د  بې کارۍ کچه راټیټه  کړي.پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته