امنیت

د هېواد په بېلابېلو سیموکې ۶۷ تنه وسله وال ترهګر ووژل شول

 کابل باختر د غبرګولې د میاشتې ۳مه:
  د افغانستان ملي دفاعي اوامنیتي ځواکونو د خلکو د ځان او مال د ساتلو او د ترهګرو د له منځه وړلو په موخه په تیرو۲۴ساعتونو کې۱۰ ګډ تعرضي او چاڼیز،۸۱ځانګړي کوماندویي عملیات او اته هوایي بریدونه د جګړه مارانو او ترهګرو  په ځالو او مرکزونو ، د هیواد په بیلابیلو سیمو کې په لاره اچولي، د افغانستان  هوایي ځواکونو ۹۲ پروازونه د ملي اردو  د ځواکونو  د ملاتړ په موخه تر سره کړي دي چې له امله یې د طالبانو د یو تن سیمه ییز قوماندان  په ګډون ۶۷  تنه  وسله وال ترهګر وژل  شوي  او  ۴۰ تنه  نور ټپیان شوي دي .
دملي دفاع وزارت د ویاند مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبر ورکړ:
دغه ګډ عملیات د توپچي اوهوایي قوتونو په ملاتړ د ننګرهار، غزنی،ارزګان،  زابل ، فراه ، غور، بلخ، فاریاب سمنګان،  بغلان او دهلمند د ولایتونو په مربو‌طاتو کې تر سره شوي دي.

دغه راز په دغو عملیاتو کې د دښمن د ماین جوړولو یوه کارخانه له منځه وړل شوې ده .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته