ټولنه

په خوست کی دنیالگیو ايښودلو لړۍ پیل شوه

خوست ښار دکب دمیاشتی یوه لسمه باختر
په خوست کې د نيالګيو اېښودلو لړۍ دځانګړومراسم په ترڅ کې پیل شوه.
دخوست والي حکم خان حبیبي وویل، غواړي، چې د دې اشر په ترڅ کې به په خوست ښار او شاوخوا سيمو او ولسواليو کې یونیم میلیون ،میوه لرونکي او بې مېوې نيالګي کيږدي.
نوموړي په ولسونوغږ وکړچې دايـښودل شویونیالګیوساتنه،اوپالنه وکړي.
همداشان دخوست والي حکم خان حبیبي په اطلاعاتواوفرهنګ ریاست کې هم یو نیالګۍ کيښود.
حبیبي دځنګلونوپه احیا اوساتنه ټینګار وکړ،ده وویل چې ځنګلونه دانسانانودښه ژوند دتیرولولپاره مهم اوضروردي،حبیبي وايي چې ددې خاورې هر وګړۍ باید یویو نیالګۍ کيږدي.ترڅو سیمه موښیرازه اوسمسوره شي.اوله ډول ډول ناروغیوڅخه وساتل شو.
د خوست د کرنې ځای ناستي رئیيس نیازمحمد لالي ځدراڼ وویل،د ۴۸   زره  نیالګیو په شاو خواکې به د زراعت ریاست اړوند میوه لرونکي اوبې میوې نیالګي د خوست په بیلابیلو سيمو کې کيږدي.
ده وویل، چې په خوست کې د ايښودل شويو نيالګيو د ساتنې له پاره هم پروګرام په پام کې لري ، چې له مخې به يې دغه ټول نيالګي پر خپل وخت اوبه کېږي او د له منځه تللو مخه به يې ونېول شي.
«دا چې مونږ هرکال نوي نیالګي ږدوسږکال هم په لسګونه زره نیالګي ږدو او مونږ به کوښښ وکړوچې ددغو نیالګیو سالمه ساتنه وکړو.»
هر کال د خوست په بیلابیلو سيمو کې سلګونه زره نيالګي ايښودل کېږي.چې زیات شمیريي له منځ تللي دي.دا ځل ځايي اداره هڅه کوي چې نوي تازه نیالګي وساتي اوپالنه يي وکړي.اوله ټولو ولسونو غواړي چې په دې برخه کې ورسره همکاري وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته