
_ کابل باختردمرغومي دمياشتې٢٧نيټه :
دهرات امنيتي مسوولان وايي دروان کال په بهيرکې څه ناڅه درې سوه تنه دغيرقانوني فعاليتونو دترسره کولو په تور نيول شوي دي.
د هرات ولايت دامنيې قوماندانۍ د مطبوعاتو آمريت سرپرست سيداحمد محمدي باخترآژانس ته وويل چې له نيول شويو کسانو څخه سل ميله وسلې ، دوولس ماينونه ، درې لاسي بمونه ، څلور موټرسايکلونه او يو موټر هم ترلاسه شوى دى.
ده دغه راز د داياګ بهير ته د ٦٣ ميله سپکو او درندو وسلو او ديوې اندازې مهماتو دسپارلو خبر هم ورکړ. پاى عطاالله ذ