سیاست

دماليې وزير په کابل کې دترکمنستان له سفير سره وکتل

کابل باختر د کب دمياشتې  ٨ :
دماليې وزير اکليل حکيمي نن په کابل کې ددوست هېواد ترکمنستان له سفير  توغولا قوف سره  وکتل.
دماليې وزارت مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ  :
په دې کتنه کې دافغانستان او ترکمنستان ترمنځ  دګډ اقتصادي او تجارتي  کميسيون داوومې غونډې  د جوړولو ، ددواړو هېوادونو ترمنځ دسوداګرۍ اوصنعتي  اړيکو دپياوړتيا او ودې ،.دتيلو او ګاز دپيرودنې ، دترکمن باشي بندر ته دافغانستان دلاسرسي ، په آقينه بندر کې دتيلو دزيرمې دجوړولو  او علاقې وړ نورو مسئلو په باب خبرې اترې وشوې.
ديادونې وړ  ده چې دافغانستان او ترکمنستان ترمنځ داقتصادي او تجارتي همکاريو دګډ کميسيون شپږمه غونډه په کابل کې جوړه شوې وه او دافغانستان له لارې  پاکستان ته دترکمنستان دپنځه کيلوولټه بريښنا دليږدونې ، دتيلو او ګازو دپيرودنې  ، له آقينې څخه تر اندخوى پورې داوسپنې دپلټۍ دجوړولو ، دنوري فايبر دنښلولو او دتاپي پروژې  دپرمختګونو په باب هر اړخيزې خبرې وشوې   اولازم تصميونه ونيول شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته