ټولنه

دبدخشان ولايت په اړو کسانو دخوراکي توکو ويشل پيل شول

٥٠-کابل باختردثور دمياشتي دريمه :
په بدخشان و لايت کې دطبيعي پيښو له امله په زيانموشويو کسانو نن دخوړو دنړيوال سازمان له خوا ددرې زره دوه سوه شپږشپيتو ټنو خوراکي توکو ويشل دکليو دبيا جوړولو اوپراختيا رياست په همکاري پيل شول.
دبدخشان ولايت دکليودبيا  جوړولو اوپراختيا رييس انجينر پيرمحمد يفتلي باختراژانس ته وويل دبدخشان ولايت ديارلسو ولسواليو ته  دخوراکي توکو دليږدونې کار چې غنم ، دال نخود، غوړي  اومالګه پکې شته  بشپړشوي دي  اوپنځلسو نورو ولسواليو ته دپاتې خوراکي توکو ليږدول دوام لري .
دده دڅرگندونوله مخې  هري زيانمنې شوي کورنۍ  ته دوه بوري غنم،  دوه ډبلي غوړي ، اته کيلودال نخود او  دوه کيلومالګه  په پام کې نيول شوې ده.
ده زياته کړه تراوسه پورې دبدخشان ولايت په ديارلسو ولسواليو کې په څه دپاسه اته زره کورنيو خوراکي توکي  ويشل شوي دي.
دشيکي دولسوالۍ يو تن اوسيدونکي عبدالعزيز وايي هغه خوراکي توکي چې دنړۍ دخوړو دسازمان له خوا موږ ته په اوسنيو شرايطو کې  دتاجګستان له خوا دغې ولسوالۍ ته ليږدول شوي او وويشل شول کيداي شي   زموږ داړتيا ځواب ووايي .
ديادونې  وړ ده  چې تراوسه پورې پنځه زره پنځه  څلويښت کورنيو دغه توکي ترلاسه کړي دي اوپه نورو کورنيو دهغو ويشل دوام لري .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته