ټولنه

د دهمزنګ ناتار د شهيدانو د دفاع په موخه د دايکنډي د ولايتي شورا او د مدني ټولنې د استازو مطبوعاتي کنفرانس

کابل – باختر د زمري دمياشتې ١٠
د کابل ښار د دهمزنګ چوک د شهيدانو په اړوندپرون د دايکنډي ولايت د ولايتي شورا، سياسي ګوندونو او د مدني ټولنې د استازو له خوا د رسنيو د خاوندانو په شتون د دايکنډي د ولايتي شورا د کنفرانسونو په صالون کې مطبوعاتي کنفرانس جوړ شو.
د دايکنډي د ولايتي شورا غړي غيرت جواهري د باختر آژانس خبريال ته وويل: د دهمزنګ ناتار د افغانستان د ملت د دښمنانو ديو خويه خصلت او بې رحمي وښودله . د خلکو ځواب چې ډير ښکلى مدني حرکت امنيتي ځواکونو ته د ګلانو د ګيډيو د ورکولو تمثيل دى .
په پاى کې جواهري په خپلو خبروکې وويل چې دولتي دې بايد د روښنايي غورځنګ روا غوښتنو ته پاملرنه وکړي او د دغې زړه بوږنوونکې پيښې مجرمين او جنايتکاران او هغه کسان چې وظيفوي غفلت يې کړى دى؛ د خپلو عملونو په سزا ورسوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته