کابل / د غبرګولي ۲۱ / باختر
په پکتیا کې د ګردیز- دتېرې کوتل لویه لاره ترمیم شوه.
د رارسېدولوخبرونو له مخې، د دغې لويې لارې د سړک د دواړو خواو واټونه ، په لسګونو پلګوټي او ویالې د سېلاونوله امله ویجاړشوي وو.
د پکتیا د فواید عامې ریاست مسوول باخترآژانس ته وویل چې د دغې لويې لارې په ترمیمولوسره د مسافروړونکو او تجارتي کاروانونو په تګ را تګ کې آسانتیاووې برابرېږي او ترافیکي پېښې به هم کم شي.
په دې پروژه کې د سړک د دواړو خواوو واټونه او په لسګونه پلګوټي او ویالې ترمیم او بیا رغاول شوي دي .
دا په داسې حال کې ده چې د ګردیزاو تېرې کوتل لویه لاره هرکال په تېره بیا د سړښت په موسم کې مسافروړونکي او تجارتي کارروانونه له ستونزې سره مخ کېږي.
پای-ع