امنیت

هلمند کې په یوه کور کې د توغندي د لګیدو له امله دوه مېرمنې ووژل شوې

لښکر ګاه باختر د سلواغې ۸ مه
د هلمند ولایت د نهرسراج ولسوالۍ په سپين مسجد سیمه کې په یوه کور کې د هاوان د مرمۍ د لګېدو له امله دوو مېرمنو خپل ژوند له لاسه ورکړ.
ځايي چارواکي وايي، چې دغه توغندی تېره ورځ د وسله والو  طالبانو له لوري توغول شوی چې په یوه کور کې د لګېدو له امله یې ګڼ ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.
د هلمند د والي ویاند عمر ځواک  د باختر اژانس سیمه یېز خبریال ته ویلي چې په دغه پېښه کې دوه میرمنې وژل شوي او کورنۍ ته یې هم سخت مالي زیان اوښتی دی.پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته