نړۍ

سعودي عربستان له ايران سره خپلې ديپلوماتيکي اړيکې شلوي .

رياض  باختر د مرغومي  څوارلسمه :
  سعودي عربستان اعلام وکړ چې له ايران سره خپلې ديپلوماتيکي  اړيکې شلوي .
  دايران دبهرنيو چارو وزارت مرستيال دعربستان ددغه اعلام په غبرګون کې ويلي دي چې عربستان  په دغه اقدام سره نه شي کولاى دشيعه مشر شيخ نمر په اعدام  برغولى کيږي .
باختر اژانس دبهرنيو خبرځايونو له خولې خبر راکړ: دعربستان دغه اقدام په تهران کې دعربستان په سفارت  او په مشهد ښار کې ددغه هېوادپه قونسلګرى  دبريدونو په غبرګون  کې  شوى دى .
دسعودي عربستان دبهرنيو چارو وزير عادل جبير پرون اعلام وکړ چې ايراني ديپلوماتان اته څلويښت ساعته وخت لري چې دعربستان له خاوري څخه ووځي
ده وويل چې هېواد يې ايران ته په خطر کې دعربستان دامنيت داچولو اجازه نه ورکوي او په ايران يې په سيمه کې دوسلو دويش او دتروريستي ځواکونو دځاى پرځاى کولو تور ولګاوه .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته