امنیت

په بغلان کې په يوه ګڼ ميشته لاره کې دطالبانو ناکام بمي بريد .

کابل باختر د زمري  اتمه :
په بغلان ولايت کې امنيتي مامورين وايي  چې ددغه ولايت په يوه ګن  ميشته سيمه کې  يې دطالبانو بمي بريد ناکام کړى دى .
دوسله والو طالبانو په ډلې پورې اړوندو کسانو  دنهرين ولسوالۍ  دساکه په کلي کې په عمومي واټ کې  يوبم ښخ کړى و خو دغه بم له چاودنې مخ کې دامنيتي  مامورينو له خوا کشف او شنډ کړى شو .
  دبغلان ولايت امنيه قوماندان جنرال عبدالجبار پردلي  دباختراژانس  خبريال ته وويل  طالبانو غوښتل چې ددغه بم  په ښخولو سره ملکي وګړو ته يوه بله مرګاني خونړۍ  پيښه رامنځته  کړي خوبريالي نه شول .
جنرال پردلي  وايي چې دغه بم  له لرې واټن څخه کنتروليده  خو امنيتي ځواکونوسره له دې هم هغه شنډ کړ او ديوې بلې تروريستي پيښې  مخه يې ونيوله .
دبغلان پوليس  وسله وال طالبان ددغه ناکام بمي بريد مسوول بولي او وايي چې ددغې پيښې دعاملانو دپيژندنې او نيولو لپاره پلټنې پيل شوي دي خو تراوسه پورې ددغه ناکام بمي بريد مسووليت چاپه غاړه نه دى اخستى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته