سیاستخبرونهفرهنګTOP

دریو بهرنيو سېلانیانو له غزني څخه لېدنه وکړه

کابل، د لړم ۱۲مه، باختر

د باختر اطلاعاتي آژانس د راپور له مخې، ۳ بهرني سېلانیان چې یو تنه یې د مقدونې او دوه تنه نور یې د ناروې هېوادنو څخه دي، د غزني ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ له ریاست سره په همغږۍ یې د دغه ولایت له یو شمېر تاریخي ځایونو څخه لېدنه وکړه.

د غزني ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس ملا حمیدالله نثار باختر آژانس ته وویل چې، یاد دری تنه سېلانیان غزني ولایت ته ورغلي او د دغه ولایت له بالاحصار، سردار غوڼدۍ او څلو څخه یې لېدنه کړې ده.

ښاغلی نثار وایي چې د اسلامي امارت په واکمنېدو سره زیات شمېر کورنیو او بهرنیو سیلانیانو غزني ولایت ته مخه کړې ده.

نثار زیاتوي چې اوس مهال په ټول هېواد کې امنیت ټینګ دی او سېلانیان کولای شي چې د غزني له ښکلاو او تاریخي ځایونو څخه لېدنه وکړي.

غزني د افغانستان یو له ښکلو، لرغونو او د زیات شمېر تاریخي آبدو لرونکو ولایتونو څخه شمېرل کيږي چې د بهرنيو او کورنيو سېلانیانو پاملرنه یې ځان ته را جلب کړې ده.

آریا، افغانمل

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا