سیاست

دډاډ ګيرنې پيغام

کابل- باختر دکب شپږ ويشتمه :
دترکېي جمهوريت دپارلمان درييس  جميل چېچک له خوا دولسي جرګي درييس عبدالروف ابراهيمي په نامه دده  دپلار ، ورور او وريرونو او دکندز ولايت په امام صاحب ولسوالۍ کې د ٢٠١٣ کال دمارچ دمياشتې دديارلسمې نيټې دځانمرګي بريد دنورو شهيدانو دشهادت له امله  کابل ته د ډاډګيرنې پيغام رراسيدلي دي .
  په پيغام کې  ويل شوي دي  په ژورې خواشيني سره  مې خبر ترلاسه کړ چې دکندز ولايت په امام صاحب ولسوالۍ کې  دوزلوبې په بهير کې  دځانمرګي بريد له  امله  شپږ  تنه چې په هغو کې دولسي جرګي درييس عبدالروف ابراهيمي پلار ، ورور او وريرونه شامل دي شهيدان شول .
  ددغې پيښې  شهيدانوته دلوى خداى ( ج )  له دربار څخه درحمت او ټپيانو ته دسملاسي روغتيا هيله کوم او پاتي کسانو ته يې د ډاډ ګيرنې او خواخوږي مراتب څرګندوم .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته