ورزش

دفوټسال سياليو دوام وکړ

کابلباختردسرطان ٢٩
دکابل ښار دفوټسال سياليو تيره شپه په اوو لوبو سره دوام وکړ .
دهيواد دفوټبال فدراسيون  دفوټسال دکميټې مسوول دين محمد صافي باختراژانس ته وويل : په دغو سياليو کې دتوحيد ټيم ديوې په مقابل کې په شپږو سره  داريبا پرټيم ،  دشمشاد ټيم د دريو په مقابل کې په اوو سره  دسادات پرټيم ،  دنويد سعادت ټيم د دريو په مقابل کې په څلورو سره  دعليمردان پرټيم ، د طلوع مهتاب ټيم دصفر په مقابل کې په دريو سره  داتفاق پرټيم ، دپهلوان احمد خان دکلپ ټيم  ديوې په مقابل کې په دريو سره دقلعه احمد خان  دجوانان کهکشان پرټيم ،  دام ټي ان ټيم ديوې په مقابل کې په نهو سره  دنوى اتفاق پرټيم بريالي شول
دغه راز دمجاهد کلپ او دجوانان اوريا ټيمونو لوبه په دوو ګولونو سره برابره پاى ته ورسوله .
دغه سيالۍ دشپيتو ټيمونو ترمنځ دالمپيک  دملي کميټې په جمنازيوم کې پيل شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته