امنیت

ددولت دوه تنه مخالفين په پروان ولايت کې ونيول شول .

کابل باختر د چنګاښ دولسمه :
په پروان ولايت کې دوسله والو مخالفينو دډلې يو سرګروپ  له يوه  ملګري سره ونيول شو .
دپروان ولايت دامنيې قوماندانۍ دمطبوعاتي دفتر مسوول دباختراژانس خبريال ته وويل: امنيتي ځواکونو دپروان ولايت دمرکز دچاريکارو ښار په مربوطاتو کې دځانګړو عملياتو په بهير کې  په وزير مشهور دعبدالمنان په نامه دوسله والومخالفينو دډلې يوسرګروپ  درضا په نامه له ملګري سره يې چې دافرادو اشخاصو په ترور ، وسله وال غلاوې ، ماين ښخولو ، دخلکو په ځورونه بوخت و ونيوه .
ديوه اړونده خبرځاى دڅرګندونوله مخې  له نيول شويو کسانو څخه يوکلاشينکوف او يوه تومانچه هم ترلاسه شوې ده .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته