فرهنګ

يو تاريخي اثر داطلاعاتو او فرهنګ وزارت ته وسپارل شو

کابلباختر د مرغومي ٣ مــــــــــــــه

  دجک په شان يو کوچنۍ  ښيښه يې  اثر نن  ديو تن  هيوادوال له خوا داطلاعاتو او فرهنګ وزارت سلاکار  ته وسپارل شو .

  دباختر داطلاعاتي اژانس  دخبريال دخبر له مخې د فرهنګي ميراثونو په چاروکې داطلاعاتو او فرهنګ وزارت سلاکار  سيد مصدق خليلي  وويل  دغه اثر په کوشاني دوري  يعني له لومړۍ ميلادي پيړي  څخه تر دريمې ميلادي پيړي پورې  اړه لري .

 دغه اثر  سراج الدين  اندخويي اووه کاله  مخکې دبلخ ولايت له يوه تن اوسيدونکې   څخه   پيرودلي  و چې  هغه يي په ملي موزيم کې دساتنې په مقصد داطلاعاتو  او فرهنګ وزارت ته وسپاره .

 ده   دهيواد وال څخه دمننې په ترڅ کې وويل په يوه هيواد کې فرهنګي ميراثونه په حقيقت کې ددغه هيواد تاريخي او فرهنګي هويت  څرګندوي او دغه اثر يې په ملي موزيم کې  دساتني په مقصد دملي موزيم  لوى رييس عمرا خان مسعودي  ته وسپاره . 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته