فرهنګ

درې تاريخي اثار دغزني ولايت د اطﻻعاتو او فرهنګ رياست ته وسپارل شول

دغزني ولايت پوليسو پرون درې تاريخي اثار چې دوه مياشتې مخکې له قاچاق وړونکو څخه تر لاسه شوي و ددغه ولايت د اطلاعاتو اوفرهنګ رياست ته وسپارل شول

دغزني ولايت د اطلاعا تو او فرهنګ رييس سروري د باختر داطلاتي اژانس خبريال ته وويل دغه ډبرين اثار دمغولو په دوري پوري اړه لري اوڅه دپاسه څلور سوه کاله تاريخي لرغونتيا لري چې دوه مياشتې مخکې دغزني ولايت دپوليسو له خوا دغزني ولايت په مرکز پوري اړوند په برګ سيمه کې له قاچاق وړونکو څخه ترلاسه شول

ده وويل ټا کل شوې وه دغه اثار پاکستان ته وليږدول شي

ده زيا ته کړه هغه دوه تنه چې دپيښې په اړوند دوه مياشتې مخکې نيول شوي و دوسيې يې دغزني ولايت پوځي څارنوالۍ ته سپارل شوي دي چې ددغه ښار دڅارنوالۍ داداري له خوا هر يو يې په درې درې کاله بند محکوم شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته