فرهنګ

درې تاريخي څلې بياورغول شول

په غزني ولايت کې درى تاريخې څلې له بيارغاونې وروسته پرون پرانيستل شول .

د باختر اطلاعاتي اژانس خبريال دخبر له مخې: دغه څلې چې د خواجه لاى ، شامير فاليزوان او شيخ وروکې په نومونو دي د جوړ ولو کار يې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له پرمختيايي بودجي بشپړ شول او په ساختماني چارو کې د جمهوري رياست دسلا کار  انجنير محمد يوسف پښتون  له خوا په داسې حال کې چې د غزني والي موسى خان اکبر زاده اود اطلاعا تو او فرهنګ وزارت سلاکار مصدق خليلي هم حاضرو پرانيستل شول .

دغه راز يوسف پښتون په داسې حال کې چې دايران هيواد سفير اود غزني وا لي هم حاضر وو په غزني ولايت کې دوه نور تاريخي څلې وکتل د ايران سفير ژمنه وکړه چې په نږدي را تلونکې کې به ددغه هيواد په مرسته ددغو څلو د جوړولو کار پيل شى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته