فيض اباد/ د ثور٣٠ مه / باختر
بدخشان کې د کرنيزو محصولاتو مديريت د ٢٠٥ پروژو کار پرون پيل شو. د باختراژانس د خبرله مخې ؛ د بدخشان د کرنې رياست مسوولان وايي دغه پروژې د کرنې ، اوبولګولو اومالدارۍ وزارت د کرنيزو محصولاتو دمديريت پروګرام له لارې دڅه دپاسه ١٧٦ميليونو افغانيو په لګښت په دغه ولايت کې تطبيقېږي .
په دغو پروژو کې د پټاټو او پيازو زيرمې ، د تازه ميوو لپاره سړې خونې او د ميوو اوسبو دوچولو سولري دستګاوې شاملي دي چې د جوړولو کار يې د بدخشان مرکز فيض آباد او دبهارک ، جرم ، خاش ، کشم، ارګو، درايم او د بدخشان دشهر بزرک ولسواليو کې د سيمه ييزو مقاماتو په شتون پيل شو. پاى ذ