سیاست

د ډاډ ګيرنې پيغام

کابل /دمرغومي ٢٣مه /باختر :
دسترې محکمې د ډاډ ګيرنې پيغام .
دافغانستان داسلامي جمهوريت سترې محکمې په خواشينۍ سره  خبرترلاسه کړ چې دهېواد يوسابقه لرونکي قاضي قضاوتپوه محمدعمر مومند وفات شوى دى.
ارواښادمحمد عمر مومند په  ١٣١٤ کال کې په لوګر کې وزيږيد اودلومړنيو تعليماتو له بشپړلو اودکابل پوهنتون دشرعياتو له پوهنځي  څخه له فراغت وروسته په  ١٣٣٨ کال کې دقاضي  په توګه وټاکل شو او په پنځوسو کلونو خدمت کې دکابل ، جوزجان ، فراه ، بلخ ، بغلان اودغزني په ولايتونوکې دابتداييه او استيناف محکمو  درييس اودغه راز دسترې محکمې دقضايي پلټنې درييس ،قضايي مستشار اودجزا دديوان درييس په توګه يې دندې ترسره کړي .
  ستره محکمه دهغه ميړنه يوه ضايعه بولي او ارواښاد ته دلوى خداى  ( ج )   له دربار څخه دفردوس جنت اوپاتې کسانو ته يې دجميل صبر هيله کوي .
ختم_ عطاالله _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته