امنیت

يو سړى ووژل شو .

 

کابل باختر د وري  ديرشمه :

 په هرات ولايت کې يوې ښځې  يو نولس کلن ځوان په ډزو سره وواژه .

 دغه پيښه پرون دګذرې ولسوالۍ  دخاتم الانبيا  په ښار ګوټي کې رامنځته شوه .

 دهرات ولايت دګذرې ولسوال نثار احمد پوپل له باختراژانس سره  په اړيکه کې دغه پيښه تاييد کړه.

 ده وويل چې بريدکوونکي ښځه فاطمه نوميږي او ددغه ځوان له وژلو وروسته دامنيتي مامورينو له خوانيول شوې ده .

دګذرې ولسوال وايي چې ددغې پيښې انګيزه تراوسه پورې روښانه نه ده اوپه دې اړوند څيړنې پيل شوي دي خودسيمې ځينې اوسيدونکي وايي چې دغه نولس کلن ځوان په دغې ښځې دجنسي تيري په نيت ددې کورته ننوتى و چې ووژل شو . ويل کيږي چې مقتول او قاتله  خپلوان هم و . 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته