ورزش

په هرات کې د څوارلس کلنو ځوانانو د فوټبال دوه لوبې پيليږي

کابل باختر د چنګاښ دويمه :
د څوارلس کلنو ځوانانو د فوټبال سيالۍ نن مازيګر په هرات کې په دوو لوبو سره دوام مومي .
د هرات ولايت د ورزشي آمريت مرستيال ضياالحق ضيا د باختر آژانس خبريال ته وويل  چې په دې پړاوکې د استقلال ټيم د نوايي له ټيم سره او د ابو مسلم ټيم د آرش له ټيم سره لوبې کوي .
دضيا دڅرګندونوله مخې: د څوارلس کلنو ځوانانو د فوټبال سيالۍ دوه ورځې مخکې د شپاړلسو ټيمونو ترمنځ په هرات ښارکې پيل شوې دي چې هرمازيګر دوام مومي او په پرونيولوبوکې د سرخ پوشانو ټيم د صفر په وړاندې په دوو سره د هرات باستان ټيم ته او د باخترټيم د صفر په وړاندې په دريو سره د اتفاق ټيم ته ماتې ورکړه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته