فرهنګ

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مشرتابه د ديان احمدي مړينه يوه ضايعه وبلله

کابل/ باختر/ د سلواغې مياشتې ۲۳مه
د هېواد مشهور خبريال، شاعر او ليکوال ديان احمدي د هغې ناروغۍ له امله چې ورپېښه شوې وه؛ په حق ورسېد .
ديان احمدي يو وخت د باختر اطلاعاتي آژانس د سياسي تحليل په رياست کې کار وکړ او يوه موده هم د هېواد په شمالي ولايتونوکې د آزادي راډيو خبريال او د ملي ټلويزيون د دويمې خبري شبکې مسوول و.
له ارواښاد ديان احمدي څخه شعري او ادبي آثار پاتې دي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مشرتابه د هېواد د دغه فرهنګي شخصيت او رسانه يي څيرې مړينه يوه ضايعه بولي؛ د اطلاع رسونې او فرهنګي برخوکې يې د ارواښاد خدمتونه ستايي او د الله (ج ) له دربار څخه هغه ته د فردوس جنت او د هغه کورنۍاو د هېواد فرهنګي او رسانه يي ټولنې ته د جميل صبر هيله  کوي .
د ارواښاد ديان احمدي جنازه پرون له کابل څخه بدخشان ته ولېږدول شوه او د دغه ولايت په کشم ولسوالۍ کې د ده په ټاټوبي کې خاورو ته وسپارل شوه.
  ختم_ ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته