روغتیا

د ايبولا ناروغۍ له دريو برخو څخه دوه برخې اخته کسان وژني

کابل – باختر د تلې دمياشتې ٢
د نړۍ روغتيايي سازمان وايي چې د افريقا په لويديځ کې د ايبو ويروس په سلو کې اويا يعنې له دريو برخو څخه څه د پاسه دوه برخې اخته کسان وژلي دي چې مخکې له دې په سلوکې د پنځوسو خبر ورکړ شوى و.
د ملګرو ملتو په سازمان پورې اړوند دغه مرکز خبردارى ورکړى دى: که چيرې د ايبولا د ويروس د خپريدو لپاره هلې ځلې پياوړې نه شي؛ تر دوو نورو مياشتو پورې په هغې د اخته کسانو شمېر کيداى شي درې برابره شي او شلو زرو تنوته ورسيږي.
امريکا اټکل کوي: لرې نه ده چې په دريو افريقايي هيوادونوکې په ايبولا اخته کيدو موارد تر څلورو نورو مياشتو پورې يو مليونو څلور سوه زرو ته ورسيږي.
خو ځينې کارپوهان وايي: د امريکا دغه اټکل بدبينانه دى.
تراوسه پورې د ايبولا ناروغۍ زياتره خپريدل په عمده توګه په کينيا، لايبريا او سيراليون کې دي.
تراوسه پورې دغه ويروس د افريقا د وچې په دريو لويديځو هيوادونوکې دوه زره اته سوه تنه وژلي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته