امنیت

څلور تنه دکابل جلال آباد دلويې لارې په اوږدو کې ټپيان شول

مهترلام  باختر دغبرګولي دمياشتې  ٢٨ :
د کابل جلال آباد دلويې لارې په اوږدو کې دلغمان ولايت په مربوطاتو کې پرون دترافيکي پيښې له امله څلور تنه ټپيان شول.
دغه پيښه  ديوه کوچني بس موټر دچلوونکي  دبې احتياطي له امله دلغمان ولايت   دقرغيو ولسوالۍ دسرخکانو  دنارنج باغ په سيمه کې رامنحته شوه .
دلغمان ولايت دترافيکو مدير عبدالصمد  باخترآژانس ته وويل چې دترافيکو منسوبينو هم  دموټر چلوونکي بې احتياطي او ګړندى تګ ددغه موټر دچپه کيدو سبب وباله . 
دپيښې ټپيان  روغتون ته ليږدول شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته