سیاست

دمشرانو جرګې په غونډه کې دمولا فضل الرحمن غير مسوولانه څرګندونې په کلکه وغندل شوې .

کابل باختر د لړم  پنځه ويشتمه :
دسنامجلس درييس  فضل الهادي مسلميار  په مشري  دمشرانوجرګې  ديکشنبې دورځې په غونډه کې  پاکستان ته دافغانستان دجمهور رييس وروستي سفر  له هيلو ډک وبلل شو  او د مولانا فضل الرحمن غير مسوولانه  څرګندونې په کلکه  وغندل شوې .
دمشرانوجرګې مطبوعاتي  دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ ،  دغونډې په پيل کې  پاکستان ته  له خپل ملګري هيئت سره يې  دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس محمد اشرف غني سفر او  ددغه هيواد له مقاماتو سره  په امنيتي اقتصادي  اوتجارتي برخو کې  ترلاسه شوي  موافقې  دهغو بدلونونو  په پام کې نيولو سره  چې  دسيمې  په سياسي حالاتو او احوالو کې څرګند شوي دي  ، له هيلو ډکې وبللې  خو  دپاکستان  دتيرو وختونو په پام کې نيولو سره  چې هيڅکله يې  دافغانستان په وړاندې په خپلو ژمنو وفا نه دى کړى  په شک او ترديد سره يې  درامنځته شويو تفاهماتو  هرکلي وکړ .
  دمجلس غړو په افغانستان کې دجګړې  او تاوتريخوالي ددوام  دروا بللو په باب  اسلام اباد ته  دافغانستان دجګپوړي  هيئت  دسفر په وخت کې  دپاکستاني مولانا فضل الرحمن  وروستي څرګندونې  په سختو غبرګونونو سره وغندلې او هغه يې  يوه علمي  اوشرعي  فتوا نه  بلکې دافغانستان  دخلکو او ګټو پرخلاف  يوسياسي  او دښمنانه نظر  وباله  او ويې ويل چې په خپله  فضل الرحمن  په داسې حال کې چې په خپله دى او کورنۍ يې  له لويديځ او انګلستان سره  نږدې اړيکې لري  دپاکستان داستخباراتو غړى او ديوه سياسي ګوند مشر دى . په تيرو وختونوکې هم  زموږ دهيواد پرخلاف  دښمنانه  دريځونه  غوره کړى دى  چې دده  څرګندونې  دافغانستان عالمانو اوخلکو ته  کوم اهميت  نه درلود او نه يې لري . او  ددې غوښتنه کوي چې  دده څرګندونې دې  دديني  تولنيزو اومدني  بنسټونو له خوا  وغندلى شي . او هم  دسنا مجلس  دافغانستان له حکومت څخه وغوښتل  چې  له ديپلوماتيکي لارى  دې دافغانستان پرخلاف دپاکستان   دمغرضواشخاصوددښمنانه  نظريو مخه ونيسي .
دغه راز  سناتورانو په اسلام اباد کې  ددواړو هيوادونودمشرانو په وړاندې  دپاکستان  دکرکټ په الف ټيم دافغانستان دکرکټ  دالف ټيم  ستر برياليتوب  نيک فال  وباله  او  ددغه ټيم  لوبغاړو او دافغانستان خلکو ته دمبارکي دمراتبو  دڅرګندولو په ترڅ کې يې وپټيله  چې  دمشرانوجرګې  په يوه غونډه کې دې  دافغانستان دکرکټ  ملي ټيم په ښه توګه وستايل شي .
  دغه راز په ازادو خبروکې  دهيواد په ځينوسيموکې  په ماشومانو او ښځو دجنسي تيريو  زياتوالي له انديښنو ډک  وبلل شو او ددغه شان غير انساني عملونو دغندلو په ترڅ کې  له حکومت او له عدلي اوقضايي بنسټونو څخه وغوښتل شول  چې  په ماشومانو دتيرى  عاملين  او په تيره بيا  په تخار ولايت کې په ماشومانو دتيرى  ددوو وروستيو قضيو عاملين  دې دپغمان دقضيې  دمجرمينو په شان  ډير ژر اوپه خپل وخت په سختومجازاتو  محکوم کړي .
  ويل کيږي  چې دهيواد په زياترو سيموکې  د ناموسي او تيرى کوونکوپيښو  قربانيان  نه افشاکيږي .  او که چيرې دولت  دتروريزم پرخلاف  دمبارزې په شان  ددغې پديدې پرخلاف جدي مبارزه  پيل نه کړي  په هيوادکې  دتخار او دجنسي تيريو  لمن به پراختيا ومومي .
  دمشرانوجرګې دغه راز دولسي جرګې  په غړې  او دهيواد په يوې نوميالى ميرمنې شکريې بارکزى  ننني  ځانمرګي بريد  چې ددې  دټپي کيدو او ديوشمير نورو  ملکي وګړو دټپي کيدو او شهادت  سبب شو  په کلکه وغانده او  داکار يې  دعامه خلکو پرخلاف  يوجنايتکارانه او ناځوانمردانه  عمل  وباله او ددغې پيښې  دشهيدانو  له کورنيو  او ټپيانوسره يې  ژور همدردى  څرګنده کړه .
په همدې ترتيب په غونډه کې يوځل بيا  په مرکزي اوسيمه ئيزو ادارو کې  ګډوډي او  بې پروايي چې د وزارتونو او ولايتونودسرپرست والي  زيږنده دي  يادونه وشوه او له جمهور رييس او دملي وحدت دحکومت  له اجراييه رييس څخه  وغوښتل شول  چې ډير ژر دې  دغه ستونزه  پاى ته ورسوي  او  ديوې  متخصصې ، کاري او ژمنې کابينې  په جوړولو سره دې  دخلکو  ستونزې پاى ته ورسوي .
  دغه راز  په غونډه کې انتقاد وشو  چې دهيواد  نوي جمهور رييس دملي شورا  له غړو  سره  دخپلو  کاري کتنو په وخت کې  ، دسنامجلس غړي په پام کې نه نيسي  په داسې حال کې چې دهيواد پارلمان  دوه مجلسه دي  چې ولسي جرګه او دمشرانوجرګه  پکې شامليږي .
  دغه راز سناتورانو په ښارونو او سيمو کې  دبې سرپرستو ، بوډا  او دبې وزلو کسانو دزياتوالي له امله انديښنه څرګنده کړه او ټينګار يې وکړه چې دافغاني سري مياشتې عالي  ټولنه دې   ددغه شان اشخاصو  دساتنې  او مواظبت په خاطر يوځاى جوړ کړي .
  دغه راز په ازادو خبرو کې  دپاکستان په وړاندې دافغانستان دستراتيژي  په بدلون باندې ټينګار وشو او دشپنيو  بريدونو داجرا کولو په باب  دارګ او دملي دفاع وزارت ضد او نقيضې  څرګندونې، له پل سوخته  څخه تر دارالامان پورې  دنوي سړک  دنامه  دبدلون په باب  دکابل ښار  دچهاردهي دخلکو مظاهرې ، دهغو کسانو هرکلي  چې  نوي  دولايتي شوراګانو  له خوا يې  دسنامجلس ته  لاره موندلې ده  ،  دشاه امان الله خان غازي د ورثې  د ځمکو دغضب  مخنيوي ، دکابل بانک دقضيې  دنورو تورنوکسانو په مجازاتو باندې تينګار او د  لوټ کړى شويو پيسو  استرداد  او نورې مسئلې  هغه موارد و  چې  دسناتورانو له خوا وړاندې شول.
  دمشرانوجرګې رييس  فضل هادي مسلميار  دطرحه شويو  موضوعګانو په جمع بندى کې دمولانا فضل الرحمن څرګندونې په کلکه وغندلې او وي ويل چې دغه شخص  تل  دافغانستان په قضيو کې  دکميشن کار  رول لوبولى  دى  او بايد حکومت په تيره بيا  دبهرنيو چارو وزارت  دغه مسئله  دپاکستان له مقاماتو سره طرحه کړي .
  مسلميار پاکستان ته  دافغانستان دجمهور رييس وروستي سفر  نيک فال وباله  او ټينګار يې وکړ چې بايد له ګاونډيانو او له نورو  مملکتونوسره  په هيوادکې دسولې او تيکاو  دټينګښت په خاطر  اغيزمن ګامونه واخستل شي .
  دمشرانو جرګې رييس  په داسې حال کې چې په  نږدې راتلونکي کې  دهيواد  دکابينې ديوې برخې  دمشخص کيدو په باب  سناتورانو ته ډاډ ورکړ ، دهيواددکرکت دملي ټيم دبرياليتوب له امله مبارکي وويله  او دهيواد  دجمهور رييس  په پارلماني کتنوکې  دسنامجلس دغړو  دنه ګډون په باب  د ځينو سناتورانو  دنيوکې په باره کې وويل  چې دغه موضوع به له اړوندو  مراجعو سره طرحه کړي  او ټينګار يې وکړ چې حکومت دې  دکابل ښار دچهاردهي دخلکو  مظاهرې ته  پاملرنه وکړي  او رامنځته شوي  ستونزه دې حل کړي .
  دغونډې په بله برحه کې سناتور رفيع الله حيدري  دکابل په  هوايي دګر کې  داريانا  _  ناس  شرکت  دځمکنيو خدمتونو دوړاندې کولو دڅرنګوالي په باب  چې داريانا شرکت له خوا  دناس کمپني ته ورکړى شوى و  دملي اقتصاد دکميسيون رپوټ وړاندې کړ او وي ويل  چې  له قراردادسره سم  دناس  شرکت  په پنځوکلونوکې بايد داړتيا وړ وسايلو دبشپړولو لپاره  شپاړلس مليونه ډالره  پانګونه وکړي  چې له دې جملې څخه دکار په پيل کې  شپږ مليونه ډالره  دتجهيزاتو دبرابرولو او دکارکوونکو دروزنې لپاره ولګوي  او دخدمتونو  له وړاندې کولو وروسته  په نړيوالو  معيارونو سره دې  په دغه ډګر کې او  دهرات او قندهار  په هوايي ډګرونوکې خپل فعاليت  پيل کړي .
  خو دغه شرکت تراوسه پورې  ددغه قرارداد په تطبيق کې په لازمه توګه لاس نه دى پورې  کړى او ددغه شرکت دمرستيال  له خوا دوړاندې شوى لست  له مخې  چې  يوسلو څليرويشت  ليږدونکي وسايط  او ددريو مليونو  اته سوه  اووه څلويښتو زرو يوسلو پنځوسو  ډالرو  په ټوله بيه  تجهيزات  برابر کړې وې  چې ددغه کميسيون  دغړو له عيني مشاهداتو سره  سمون نه لري او هم يې  ددويم لاس  او غير معياري  وسايل  له کاري ځواکمني پرته  په  لوړو بيو  پيرودلي دي  چې همدا اوس  ناکافي  ځمکني خدمتونه  په غير  معياري وسايلو  او تجهيزاتو سره  ترسره کيږي .
  ده  په دې باب   دناس  شرکت دمرستيال  څرګندونې  چې دغه شرکت  يوشمير وسايل له جاپان څخه  پيرودلي دي  او همدا اوس  له کراچي بندر څخه افغانستان ته  ليږدونې ته چمتو دي  ،  بې بنسټه وبللې  او څرګنده يې کړه چې  درارسيدلو  اطلاعاتو له مخې له هيواد څخه بهر ته دګټو  ليږدونه دناس کمپني له خوا  چې په افغانستان کې  د ګروند هند لينګ  له فعاليت څخه ترلاسه کوي پر عايداتو باندې دمالياتو دقانون داصولو په چوکات او رڼا کې  نه دي  او هم  دهيواد په دريو  هوايي ډګرونوکې  دګروند هندلينګ  له عوايدو څخه  په سلوکې ديوڅلويښتو عوايدو  وړل  دقرارداد  له شرايطو سره  سمون نه لري  اوهم  دناس شرکت دقرارداد  له شرايطو سره سم  لازمه پانګونه  نه دى کړى  او دغه راز  دګروند هندلينګ  دخدمتونو دوړاندې کولو په لاره کې يې  معياري وسايل  نه دي برابر کړي په همدې ملحوظ دمجلس  داکثريت غړو په تاييد داريانا _ ناس شرکت  دقرارداد  دموضوع څيړنه  دلازمو تحقيقاتو  او تدقيق په لاره کې لوى څارنوالۍ ته  وسپارل شوه .
  چې ددغه بنسټ له لارې  داريانا – ناس شرکت  سرغړونې  وڅيړل شي  او  دهغه  دقرارداد  په لغوه کولو  اقدام وشي .
  دغه راز حيدري زياته کړه چې  داريانا شرکت  دوه  ايربس  _  ٣١٠  الوتکې  چې  يوه  خصوصي  ايراني شرکت ته يې په اجاره ورکړي وي  خو سعودي عربستان ته  دهيواد  دحاجيانو داستولو په وخت کې داريانا هوايي شرکت  له خوا  بيرته  په  لوړې کرايې سره  اخستل شوي دي  ،  دپوښتنې وړ وبلله او داړوندو بنسټونوله خوا  ددغې موضوع دڅيړنې غوښتنه  وکړه .
  دغه راز  په غونډه کې  دلوګر ولايت  داذرې ولسوالۍ  په باب  دمشرانوجرګې  دهيئت  رپوټ  دسناتور  محمد امين صافي له خوا وړاندې شو .
په رپوټ کې ويل شوي دي چې دغه هيئت  ددغې ولسوالۍ  له ولسوال حميد الله حميد او مشرانوسره  ددغې سرحدي ولسوالۍ داوږدو  ناامنيو  او ستونزوپه باب  خبرې وکړي  چې دغه ولسوال  ويلي دي  چې دغه ولسوالۍ  دننګرهار ، پکتيا او  دکابل له ولايتونوسره  ګډه پوله لري  اونږدې يوولس کيلومتره  له پاکستان سره  ګډه پوله لري .
  داذرې ولسوالۍ  له زياتې مودې راپديخوا  دطالبانو په سخته کلابندي کې ده  چې تراوسه پورې  مرکزي حکومت دهغې  دمواصلاتي لارو  دبيا پرانستلو او دامنيت دتامينولو په لاره کې کوم عملي اقدام نه دى کړى .
  ده  دخپلو خبرو په دوام  ددغې ولسوالۍ مهمې ستونزې دامنيت  نشتوالي  او دروغتيايي خدمتونوکمښت وباله او وي ويل  چې مواصلاتي لارې  دامنيت دنشتوالي په نسبت  داتوکلونو په  بهير کې  تړلي دي . او امنيتي  ځواکونه دليږدونکو وسايطو ، درندو وسلو ، اعاشې او اباطي  او دمعاشونو په اخستلو کې درخصتي  او بدلون  دنه لرلو په نسبت له زياتو  ستونزو سره مخامخ دي . خو  له دغو  ټولو  ستونزو سره سره  امنيتي ځواکونه  دخلکو  په غوڅې  همکارۍ سره  ددښمن په وړاندې جنګيږي .
  دغه راز  دروغتون  ،  سمبال کلينيک  اودمسلکي  او جراح  ډاکترانو نشتوالي  ددغې ولسوالۍ  دخلکو  روغتيايي ستونزې دي .
او دمواصلاتي لارو دتړلتيا په علت نه شي کولي  خپل ټپيان او ناروغان کابل او يا  نورو ځايونو ته وليږدوي  چې  دغه ناروغان او ټپيان  له منځه ځي .
په رپوټ کې زياته شوې ده سربيره پردې  چې سرحدي پوليس  په دغه ځاى کې نشته  دپوهنې او دپرمختيايي پروژو په برخه کې هم  زياتې ستونزې شته . چې ټول ښوونځي يې  د کتابونو ، قرطاسيې ، ميزونو او چوکيو  امکانات نه لري چې له دې جملي څخه اتلس ښوونځي يې ودانۍ نه لري . او دولسوالۍ په کچه  يوازې اته تنه ښوونکي  دليسانس په سويه  دي .
  سناتور صافي وويل  دمشرانو جرګې هيئت په دې سفر کې دکوز چوتره  کلي وکوت چې په دې کلي کې څه موده مخکې  وسله والوطالبانو  دامنيتي ځواکونو په قرارګاه بريد وکړ او چاوديدونکي توکي يې  ځاى پرځاى کړل . چې له امله يې  يوشمير  ملکي  وګړي او پوځيان  ووژل شول او يوشمير نور يې  ټپيان شول .
په غونده کې  داذرې ولسوالۍ  درپوټ په اوريدو سره وپتيل شوه  چې  ستونزې يې  دڅيړنې په مقصد مسوولو  مراجعو ته وړاندې شي 
دسنامجلس  اړونده کميسيونونه دې  په دې برخه کې  دچارو دمسوولينو پاملرنه  جلب کړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته