ورزش

د سپين غربازانو ټيم د بنګله ديش د نړيوال جام په سياليوکې لوبه کوي

کابل – باختر د تلې دمياشتې ٢١
د افغانستان روشن د غوره ليګ د سږکال اتل يا د سپين غر بازانو ټيم په بنګله ديش کې د نړيوال جام په سياليوکې ګډون کوي.
د فوټبال فدراسيون د خپرونو غړي شمس اميني نن د باختر آژانس خبريال ته وويل: د سپين غر بازانو ټيم د نړيوال جام په هغو سياليوکې چې د شيخ کمال تر نامه لاندې په بنګله ديش کې د اکټوبر د مياشتې په شلمه نيټه پيليږي؛ ګډون کوي.
د اميني د څرګندونو له مخې: دغه سيالۍ د افغانستان، بنګله ديش، هندوستان، پاکستان او د سريلانکا له پنځو هيوادونو څخه د اتو ټيمونو په ګډون ترسره کيږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته