امنیت

د طالبانو د ډلې يو قوماندان ونيول شو

کابل- باختر د ثور يوولسمه :
دملي اردو منسوبينو پرون په خوست ولايت کې د چاڼيزو عملياتوپه بهيرکې د وسله والو مخالفينو يو قوماندان ونيوه .
دملي دفاع وزارت د ويندوى مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ : دغه عمليات د خوست ولايت د نادرشاه کوټ ولسوالۍ په مربوطاتوکې ترسره شول چې له امله يې د حکيم خان په نامه د حقاني د شبکې يو قوماندان چې د وسله والو مخالفينو د بريدونوپه پلان جوړولو او په واټونوکې دچاوديدونکو توکو او دماينونو په ښخولو کې رول درلود؛ له  يو کلاشينکوف اوله يوې تومانچې سره ونيول شو .
  ديوبل خبر له مخې: شپږ تنه وسله وال مخالفين پرون په کونړ ولايت کې دملي اردو دعملياتو په بهيرکې ووژل شول.
دغه کسان دهغو چاڼيزو عملياتو په بهيرکې چې دکونړ ولايت د غازي آباد، وټه پورې او د مرورې د ولسواليو په مربوطاتوکې ترسره شول، وژل شوي دي .
په هغو يو لړ نورو عملياتوکې چې دپکتيکا ولايت دبرملى ولسوالۍ په مربوطاتو کې ترسره شول؛ څلور تنه د تروريستي فعاليتونو په ګومان له څلوروموټرسايکلونو ، يو کلاشينکوف او يو صندوق ګوليو سره ونيول شول .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته