کابل/باختر/ د چنګاښ ۳ مه
د غزني د مرکز په ګډون د دغه ولایت د ده یک ولسوالۍ په مربوطاتو کې دیارلس وسله وال طالبان وژل شوي او دوه نور یې سخت ټپیان شوي دي.
د ۲۰۳ تندر قول اردو ویاند ډګرمن محمد فاروق روشن باختر اژانس ته وویل، چې دغه وسله وال طالبان د تېرو څلرویشتو ساعتو په اوږدو کې د افغان او بهرنیو ځواکونو په ځمکنیو او هوايي بریدونو کې وژل شوي دي.پای/وصال