امنیت

څه ناڅه اتيا تنه وسله وال طالبان په نورستان کې ووژل شول؛ ټپيان او يا ونيول شول .

کابل باختر دليندي شپږمه
په داسې حال کې چې په ختيځ ولايت نورستان کې نښتې دوام لري؛ سيمه ئيزو مسوولينوڅه ناڅه اتيا تنو وسله وال طالبانو او د القاعده شبکې غړو ته دمرګ ژوبلې د اوښتو خبر ورکړ.
په دغو جګړو کې  چې له دريو ورځو راپديخوا دکامديش ولسوالۍ په ځينو برخو کې پيل شوې دي؛ څه ناڅه شل تنه وسله وال طالبان او د القاعده غړي د افغان پوځيانو له خوا نيول شوي دي .
له بلې خوا هم ويل کيږي چې دسرحدي  پوليسو پنځه تنه سرتيري چې د وسله والو طالبانو له خوا نيول شوي دي؛ د افغان پوځيانوله خوا آزاد کړى شوي دي.
دنورستان ولايت امنيه قوماندان جنرال عبدالباقي نورستاني باخترآژانس ته وويل چې په دغو درې ورځنيو جګړوکې پنځه ويشت تنه وسله وال طالبان او د القاعده شبکې غړي وژل شوي او څه ناڅه ديرش تنه نور يې ټپيان شوي دي .
جنرال نورستاني په دغو نښتوکې شپږو تنو سرحدي پوليسو ته دمرګ ژوبلې اوښتل تاييدکړل .
له بلې خوا هم په کامديش ولسوالۍ کې دافغان سرحدي پوليسو قوماندان ډګروال  شمس وايي چې په دغو درې ورځنيو جګړوکې اتيا تنو وسله والوطالبانو او دالقاعده شبکې غړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
ده وويل: پوځيان دغه راز په دې بريالي شوي دي چې شل تنه وسله وال طالبان او دالقاعده شبکې غړي ونيسي.
ويل کيږي په وژل شويو او ټپي جګړه مارانو کې د پاکستان اتباع او عربان هم شامل دي .
ډګروال شمس وايي چې په نيول شويوکسانوکې هم دوه تنه عربان اوشپږتنه پاکستانيان چې د طالبانو په ډلې او دالقاعده په شبکې پورې اړوند دي؛ شامل دي.
  په دغې ولسوالۍ کې د ميرديش، بازګل، بتيکل او کمو سيمې په دغو دريو ورځوکې د ډيروسختو نښتو ګر دى .
دغه نښتې د سرحدي پوليسو دځواکونو او دتروريستي ډلو ترمنځ پيل شوې وې  خو د وروستيو را رسيدلو خبرونو له مخې: د اردو او د سيمه ئيزو اوملي پوليسو په لسګونو تنو پوځيانو هم ددغو ځواکونو مرستې ته وردانګلي دي.
په همدې حال کې په کامديش کې يوه افغان پوځي قوماندان له پاکستان څخه د هوسا جګړه مارانو را رسيدو له امله د انديښنې په څرګندولو سره دغې ولسوالۍ ته د زياتو سرتيرو او د جنګي وسايلو د ليږلو غوښتنه کړې ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته