امنیت

درې تنه سيمه ييز پوليسان شهيدان شول .

کابل – باختر د زمري دمياشتې ١٢
درې تنه سيمه ييز پوليسان په لوګر ولايت کې په يوې امنيتي پوستې د طالبانو دبريد په نتيجه کې شهيدان شول .
دبره کي برک ولسوال انجينير محمد رحيم امين دباختر آژانس خبريال ته وويل: په لسګونو تنو وسله والو طالبانو دتيرې شپې په نيمايي ددغې ولسوالۍ د ده شير په کلي دمرمر ډبرو په امنيتي پوستې بريد وکړ .
رحيم امين زياته کړه: دبريد په بهير کې د طالبانو د دوه اتيا ملي مترى توپ يوه ګولې .په يو کانتنير چې درې تنه سرتيري پکې وولګيده .
ويل کيږي په کانتينر کې اورلګيدلى دى او درې تنه پوليسان شهيدان شوي دي .
دبره کى برک ولسوال زياته کړه : له دغې پيښې وروسته امنيتي ځواکونه ساحې ته ورسيدل او له طالبانو سره يې په جګړه لاس پورې کړ چې په دې جګړه کې يو شمير وسله وال طالبان وژل شوي دي خو دقيق شمير يې معلوم نه دى او نور طالبان له ساحې څخه وتښتيدل.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته