سیاستخبرونهاقتصادTOP

ملا عبدالغني برادر: اسلامي امارت د هېواد له کرنې وزارت او بزګرانو سره هر ډول همکارۍ ته چمتو دی

کابل / د وري ۶مه / باختر

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت « د بزګر مېله او د کرنيزو محصولاتو شپږویشتم نندارتون» جوړ کړ.

د باختر آژانس خبريال د خبر له مخې؛ د کابل په بادام باغ کې جوړو شویو مراسمو کې، د افغانستان اسلامي امارت لوړ پوړو چارواکو او د کرنې وزارت مسوولینو ګډون کړی و.

په دغو مراسمو کې د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر وویل: افغانستان یو کرنیز هېواد دی چې تر ۷۰ سلنه ډېر خلک یې بزګران دي او دغه قشر د هېواد په اقتصادي وده او ځان بسیاینه کې مهم رول لري.

ملا برادر ژمنه وکړه چې اسلامي امارت د هېواد له کرنې وزارت او بزګرانو سره هر ډول همکارۍ ته چمتو دی.

هغه څرګنده کړه چې د اوبولګولو د کانالونو او شنو ساحو جوړول، د هېواد د کرنې میکانیزه کول، د اصلاح شویو تخمونو وېش، د هېواد کرنیزو محصولاتو ته بازار موندنه او له کرنیزو آفتونو سره د مبارزې په برخه کې د بزګرانو ملاتړ د اسلامي امارت له لومړیتوبونو څخه دي.

په همدې حال کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست مولوي عبدالرحمن راشد د دغه وزارت د فعالیتونو، لاسته راوړنو او پلانونو په اړه معلومات ورکړل او ويې ويل چې د بزګرانو د محصولاتو د بازارموندنې په برخه کې د «بزګر مېله او د کرنیزو محصولاتو شپږ ویشتم نندارتون يو ګټور ګام دى.

هغه زیاته کړه چې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت، د کرنې سکټور د ودې لپاره د با کیفیته خدمتونو وړاندې کولو ته ژمن دی.

مولوي راشد وويل چې د کرنې وزارت روان کال په ټول هېواد کې ٢۵ ميليونه مېوه لرونکي او غير مېوه لرونکي نيالګي کېنولي او له خلکو يې وغوښتل چې ساتنې ته يې جدي پاملرنه وکړي.

هغه همدارنګه پر ټولو ملي او نړیوالو پانګه والو او سوداګرو غږ وکړ چې د افغانستان د کرنې په سکټور دې پانګونه وکړي او ډاډ یې ورکړ چې دغه وزارت ورته هر ډول اسانتیاوې برابروي.

دغه راز د کرنې وزارت تخنيکي معین مولوي صدراعظم هم وويل چې دغه وزارت هڅې کوي چې د هېواد کرنيزو محصولاتو ته ښه بازارونه پيدا کړي چې له لارې يې د هېواد کرنيز سکټور په خپلو پښو ودرېږي.

په دغو مراسمو کې د کابل یو تن بزګر محمد نذیر هم د بزګرانو غوښتنې، وړاندیزونه او ستونزې شریکې کړې او د حل غوښتنه یې وکړه.

د مراسمو په پای کې د اسلامي امارت مقاماتو او مسوولینو، د کرنیزو محصولاتو نندارتون پرانیست، د افغانستان اسلامي امارت بیرغ یې پورته کړ او دغه راز بېلابېل تولیدات او محصولات یې هم وکتل.

د یادونې وړ ده چې د کرنیزو محصولاتو پسرلنی نندارتون نن د کابل په بادام باغ څېړنیز فارم کې پرانیستل شو او د «کرنیزو محصولاتو بازارموندنه، د افغانستان د اقتصاد پرمختګ» تر شعار لاندې د وري (حمل) تر نهمې پورې د لیدونکو پر مخ پرانیستی دی.

وهاج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته