کابل باخترد چنګاښ نولسمه :
دهرات ولايت دامنيې قوماندانۍ پوليسو يو حرفوي ماين جوړونکې ونيوه .
نيول شوى سړى دپښتون زرغون ولسوالۍ د پل پده دکلي اوسيدونکى دى .
دپوليسو څيړنې ښيي چې دغه سړى په هرات ولايت کې د وسله والو طالبانو له اعتمادي افرادو څخه دى او دماينونو په جوړولو او د ماينونو په بريدونوکې ځانګړي مهارت لري .
دهرات ولايت يوه امنيتي خبرځاى باختراژانس ته وويل دغه سړى چې له څه مودې راپديخوا دپوليسو تر تعقيب لاندې و ، دځانګړو عملياتو په بهير کې دپښتون زرغون ولسوالۍ دامنيې قوماندانۍ دپوليسو له خوا ونيول شو .
له دغه سړي څخه دوه ماينونه ، دوه ريموت کنترولونه ، يوبوشکه يي ماين او يو يوولس ډزې توپک دپوليسو لاس ته ورغلى دى .
نيول شوى سړى په ابتدايي تحقيقاتو کې په خپل جرم اعتراف کړى دى .
ختم_ ج _ اکرم
0 1 دقیقه لوستل