کابل باختر دکب دمياشې څلور ويشتمه
د پکتيکا چارواکي وايي چې د دغه ولايت د زیړوک ولسوالۍ په تنګي سیمه کې د بې پیلوټه الوتکې په برید کې د دریو تنو قوماندانانو په ګډون ۲۹ وسله وال طالبان وژل شوي دي.
د پکتيکا والي محمد الياس وحدت باختر آژانس ته وويل چې د بې پېلوټه الوتکې بريد هغه مهال ترسره کړی کله چې وسله والو طالبانو د يو وژل شوي طالب قوماندان کرامت خان د فاتحې په مراسمو کې ګډون کړى و.
دی زياتوي: په دې پېښه کې د افغان وزیرستاني او حذیفه په نومونو د وسله والو طالبانو دوه مهم قوماندان چې په زياد شمېر ترهګریزو پېښو کې یې لاس درلود، وژل شوي دي.
د يادونې وړ ده چې کرامت خان د حقاني شبکې د قوماندانانو له جملې څخه و چې پرون په خپل منځي نښته کې وژل شوی وو.
1 1 دقیقه لوستل