کابل / باختر د تلې د مياشتې ١٣ :
د يوې کورنۍ درې تنه غړي د انسان تښتونې په تور نن د هرات ولايت د ښاري محکمې له خوا هريو په پنځلس ، پنحلس کاله بند محکوم شول.
تورن کسان د ښاري ابتدائيه محکمې د کورني او بهرني امنيت پرخلاف دجرمونو د ديوان په علني قضايي غونډه کې چې دقضاوتمل غلام رسول منصور په مشرۍ جوړه شوې وه؛ په سزا محکوم شول. د دغې کورنۍ يو بل غړى په پنځه کاله بند محکوم شو .
د ښاري ابتدائيه محکمې مسوولين وايي: دغه څلورتنه دهرات په شينډنډ ولسوالۍکې د تښتوونکو د ډلې له جملې څخه و چې څه موده مخکې د هرات_کابل له لويې لارې څخه يې د يوه مسافر وړونکي موټر چلوونکى تښتولى و.
د هرات د محکمې د رياست وياند نعمت الله غزنوي وايي چې دغو کسانو تښتول شوى سړى له ځان سره د شينډنډ ولسوالۍ ته ليږدولى او دوه مياشتې يې ساتلى و.
ويل کيـــږي په قانوني موده کــــې د تـــورنو کسانو داستيناف غوښتنې حق خوندي دى.
0 1 دقیقه لوستل