امنیت

د طالبانو مالي مسوول د بغلان په نهرين کې ونيول شو

کابل – باختر دلړم دمياشتې ٢٠
دبغلان ولايت په نهرين ولسوالۍ کې پرون دپوځي عملياتو په بهيرکې د وسله والو طالبانو مالي مسوول له دوو افرادو سره ونيول شو.
د طالبانو په دغه قوماندان دنهرين ولسوالۍ په آبخانه يي سيمه کې دافغان ځواکونو له خوا بريد وشو او له يوه اندازه جنګي وسايلو سره ونيول شو.
دبغلان ولايت د امنيې قوماندانۍ دامنيت آمر محمد صادق مرادي له باختر آژانس سره په اړيکه کې تاييد کړه چې امنيتي ځواکونه د دغو عملياتو په بهيرکې په نهرين ولسوالۍ کې د طالبانو دمالي مسوول په نيولو بريالي شوي دي.
د مرادي دڅرګندونو له مخې: دغه قوماندان له خپلو د دوو تنو افرادو او يوې اندازې جنګي وسايلو سره نيول شوى دى.
ويل کيږي د طالبانو دغه قوماندان د دغو جګړه مارانو د تروريستي بريدونو لپاره د مالي امکاناتو د برابرولو مسووليت په غاړه درلود.
له بله پلوه يو وسله وال طالب ديو ماين دليږدونې په وخت کې په پلخمري ښارکې دامنيتي ځواکونو له خوا ونيول شو.
دغه سړي ملا نعمت الله نوميږي او کله يې چې غوښتل يو ماين له سمنګانو څخه بغلان ته وليږدوي؛ دپلخمري ښار دبلاکونو په ساحه کې دپوليسو له خوا ونيول شو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته