ورزش

دنوايي ټيم خپل سيال ته ماتې ورکړه

کابل – باختر د تلې دمياشتې ٦
په هرات ولايت کې د فوټبال د دويم لاس د سياليو په دوام نن سهار د نوايي ټيم د آزادي پرټيم بريالى شو .
دهرات ولايت د ورزشي آمريت مرستيال ضيا الحق ضيا باختر آژانس ته وويل: په دې لوبه کې د نوايي ټيم د يوې په مقابل کې په شپږ سره د آزادي پرټيم بريالى شو .
ديوبل خبرله مخې: د هرات د ولسواليو د فوټبال جام د تګ پړاو سياليو نن په څلورو لوبو سره دوام وموند.
دهرات ولايت د ورزشي آمريت مرستيال ضيا الحق ضيا باختر آژانس ته وويل: په دې سياليوکې د غوريانو (بي) ټيم او د پښتون زرغون ټيم پرخپلو سيالانو بريالي شول .
دغه راز دکهسان الف او دکرخ د ولسواليو ټيمونو د يوې په مقابل کې په يوې سره لوبه برابره پاى ته ورسوله.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته