ټولنه

په دايکندي کې په ١٠کيلومتره سړک د کريړ اچولو کار پيل شو

کابل /د لېندۍ ٢٦مه/باختر
د دايکندي ولايت د مرکزنيلي ښاروالۍ په دغه ښار کې په ١٠کيلومتره سړک د کريړ اچولو او ترميمولو کار پيل کړ.
دغه سړک د نيلي ښار په دريمه او دويمه ناحيه کې موقعيت لري چې د شپږو مترو په سورسره پرې کريړ اچول کيږي.
د دغې پروژې لګښت ٦ میليونه افغانۍ کېږي چې د نيلي ښار ښاروالۍ له پرمختيايي بودجې څخه تمويلېږي.
ټاکل شوې ده دغه پروژه دايکندي افغان د ساختماني او سړک جوړولو شرکت له خوا په دريو مياشتو کې ګټې اخستنې ته وسپارل شي.
ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته