نړيوالې خبري منابع باختر دغبرګولي دمياشتې ٩نيټه :
امريکايي ځواکونه وايي، تېره اوونۍ په هلمند کې د طالب مشرانو پر يوه غونډه راکټي بريدکې لږ تر لږه ٥٠ تنه وژل شوي دي.
په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو وياند مارټين اوډونال وايي، په دې بريد کې له داسې يو راکټي وسلې کار اخېستل شوی چې د « جي.پي.اېس» له لارې رهبري کيدونکي راکټونه ويشتلی شي او دغلته يې د طالبانو د قوماندې او کنټرول هغه مرکز ويجاړ کړی چې په په لوړه کچه طالب مشرانو د غونډو لپاره کاروه.
د امريکايي ځواکونو وياند ويلي چې په تېرو لسو ورځو کې د امريکا په هوايي بريدونو کې يو نامعلوم شمېر نور طالب چارواکي هم وژل شوي دي.
دا بريد چې د هلمند د موسی کلا په ولسوالۍ کې د مې په ۲۴مه نېټه شوی و، د مخه تر دې يې امريکايي ځواکونو د تلفاتو په اړه شمېرې نه وي په ډاګه کړې. اسوشيټېد پرس خبري آژانس په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو د وياند اوډونال له خولې وايي، دا بريد د دې څرګندونه کوي چې امريکايي پوځ په افغانستان کې د خپلو هغو نوېو صلاحيتونو څخه کار اخلي چې جمهوررئيس ترمپ د جنوبي آسيا لپاره د ستراتيژۍ له اعلام وروسته په جګړه د لا نور فعال رول لوبولو لپاره افغانستان کې ميشتو امريکايي ځواکونو ته ورکړي. پاى ذکرالله
0 1 دقیقه لوستل