کابل باختردوږي دمياشتې ٢٨ :
د کورنیو چارو وزارت سترامنيتي معین لوﺉ پاسوال محمد ایوب سالنګي د یو کاري سفر په لړ کې د پکتیا ولایت د ۲۰۳ تندر قول اردو په روغتون کې دبسترو ناروغانو پوښتنه وکړه.
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبرورکړ :
د کورنیو چارو وزارت له ستر امنیتي معین سره په دې سفر کې چې د دفاع وزارت د ځمکنیو قواوو قوماندان ډګرجنرال مراد علي مراد، د ۲۰۳ تندر قول اردو قوماندان تورن جنرال محمدشریف یفتلي، د سرحدي پولیسو قوماندان پاسوال ګل نبي احمدزي، د عامه نظم دپولیسو قوماندان پاسوال زمري پیکان او یو شمېر امنیتي مسوولین ملګري وو، لومړی یې د ۲۰۳ تندر قول اردوپه روغتون کې دبسترو ناروغانو دپوښتنې په وخت کې ټولو ناروغانو ته يې دسملاسي روغتيا هيله وکړه
او په روغتون کې یې د بسترو ناروغانو ټپونه په خپل بدن لږیدلي ټپونه وبلل.
د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي معین په روغتون کې ټول بستر ناروغان د هېواد اتل بچیان او د وطن د عزت او ناموس ریښتیني ساتونکي وبلل ویې ویل تاسې یاست چې د خپلې پاکې وینې په نذرانه کولو سره د هېواد او هېوادوالو د سر او مال ساتنې په موخه خپل سرونه قرباني کوي او شپه او ورځ د وطن دښمنه عناعرو پروړاندې خپله مبارزه ترسره کوﺉ
دغه راز ستر امنيتي معين ددغه روغتون دکتنې په بهيرکې په روغتون کې له بسترو ناروغانوسره نغدي مرسته وکړه.
0 1 دقیقه لوستل