فرهنګ

دغزني ښار داسلامي ثقافت دمرکز جشن وروستۍ اوونۍ ته چمتو کيږي.

کابل – باختر دمرغومې دمياشتې ٢١
د اطلاعاتو او فرهنګ د وزير ډاکتر سيدمخدوم رهين په مشرۍ د اسلامي نړۍ دفرهنګي پايتخت په  توګه  د غزني دکال دجشن دپاى ته رسيدو لپاره دتياري  غونډه نن  جوړه  شوه.
دباختر آژانس دخبريال دخبرله مخې :  په دې غونډه کې دجمهوري رياست  سلاکار انجينير محمد يوسف پښتون  ،  دغزني والي موسي خان اکبرزاده ،  د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت فرهنګي معين   مصدق خليلي ، دبهرنيو چارو کورنيو چارو ، ملي دفاع او دماليې د وزارتونو ، دسيمه ييزو ارګانونو ، دچارو د ادارې او  دغزني دولايتي شورا استازو ګډون کړې  وو.
په غونډه کې د اړوندو ادارو استازو هر يوه په اړوندو برخو کې دخپلو اجرااتو  په باب برخه والو ته معلومات ورکړل .
د  غزني د جشن د پاى ته رسيدونکې غونډې  د جوړولو لپاره    يې خپل    تيارى    څرګند کړ .
دغزني والي موسي خان اکبرزاده  په  ولايت پورې د اړوندو پروژو په باب خبرې وکړې  او ويې ويل په غزني ولايت پورې اړوندې پروژې په سلو کې شل تطبيق او بشپړې شوې دي .
د غزني والي په خپل وخت د اړوندو پروژو د تطبيق له امله  د اطلاعاتو او فرهنګ له وزارت څخه مننه وکړه خو د بنايي رياست د اړوندو پروژو دنه بشپړولو يادونه يې وکړه  او زياته يې کړه چې داسلامي ثقافت مرکز ته څيرمه سړک تراوسه  نه دى بشپړ شوي.
دثقافت مرکز شاوخوا  آوار شوى  نه  دې او د انګړ ديوال يې نه دى جوړ شوى.
دغزني والي وړانديز وکړ د غزني د زاړه ښار دبيارغاونې په مقصد چې المان          د آخن  پوهنتون له خوا ترسره کيږي بايد اووه سوه اوه کورنۍ چې دغزني په زاړه ښارکې ميشتي دي د اوسني  ښار په يوه ښه سيمه کې ځاى پرځاى شي.
دغه راز دغزني والي دتاريخي آبداتو بيارغاونې او دهغو دشاوخوا ځمکو دښې ساتنې غوښتنه وکړه او  وړانديزيې وکړ چې شاوخوا يې ديوال او اغزن سيمان ونيول شي چې له غصب او تعرض څخه  خوندي  شي.
دجمهوري رياست سلاکار انجينير پښتون په  دې غونډه کې وويل ،  دغزني د زاړه ښار دڅيړنې لپاره بايد پخوا اساسي پلان برابر او د آلمان د اخن پوهنتون په تفاهم کې دغه پروژه  تطبيق شي .
په دې غونده کې وړانديز وشو چې په نږدې راتلونکې کې دغزني پروژې له نږدې وڅيړل شي چې نيمګرتياوې  او نواقص  يې لرې  شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته