امنیت

دپاکستان په مدرسو کې په ماشومانو جنسي تيري کيږي.

کابل – باختر د سلواغې دمياشتې ٩
دملي امنيت دلوى رياست  موظفينو په يو خاص اوپراتيفي اقدام کې يو ماين جوړونکى او ښځونکى ونيوه.
دملي امنيت دلوى رياست مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته  خبر ورکړ : 
نيول شوى سړى دکاپيسا ولايت اوسيدونکى  دى چې غوښتل   يې   يو ماين دکوهستان دلومړۍ برخې دولسوالۍ دحوزوې روغتون په وړاندې ځاى پرځاى کړى چې د ملي امنيت دلوى رياست دموظفينو له خوا  له  ماين سره يې ونيول شو.
ده اعتراف کړى دى چې  ديني زده کړې يې د پيښور په احيا العلوم   مدرسه  کې کړې دې او دمدرسې مسوول شاه حکيم  مظهر و.
ده وويل چې په دې مدرسه کې په ماشومانو جنسي تيري کيده  او په  ده دجنسي تيري   خطر موجود و  دغه نا  مشروع عمل  ته   د ده  د جذبولو په مقصد د  مالونو دبرابرولو په خاطر ورته نغدې پيسې ورکولې چې وروسته له مدرسې څخه  وتښتيد او دماين جوړولو زده کړې يې په وزيرستان کې کړې  وې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته