۱۰۰ ورځې

د انتخاباتو دخپلواک کميسيون د دارالانشا رييس: تراوسه پورې يوسلوپنځسو زرو تنو څارونکو ته د څارنې کارټونه ويشل شوي دي

کابل- باختر دوري دمياشتې ٦
د انتخاباتو د خپلواک کميسيون د دارالانشا رييس نن په يوه خبري غونډه کې وويل: تر اوسه پورې ١٥٠ زرو تنو څارونکوته کارټونه ورکړل شوي دي.
د باخترآژانس د خبريال د خبر له مخې: په دې غونډه کې د انتخاباتو د خپلواک کميسيون رييس ضياالحق امرخيل دغه راز وويل: د انتخاباتو خپلواک کميسيون هغوتجربوته په پاملرنې سره چې د تيرو انتخاباتو څخه يې لري؛ ټينګارکوي چې بايد په هيوادکې له راتلوونکو انتخاباتوڅخه ښه څارنه وشي.
ده زياته کړه: مدني مرکزونه، نوماندان او هم د رسنيوکارکوونکي بايد د انتخاباتو څارنه وکړي. ځکه څارنه د انتخاباتو اساسي او مهم رکن دى.
امرخيل زياته کړه: د څارنې د کارټونو د ويشلو بهير تراوسه پورې دوام لري او کميسيون علاقمندي لري چې د انتخاباتو د څارونکوشمېر زيات شي.
دغه راز د افغانستان د شفافو انتخاباتو د مرکز مسوول نن په يوه خبري غونډه کې د شفافو انتخاباتو په ترسره کولوکې د څارونکو رول کټوروباله.
ددغه مرکز د رييس محمدنعيم ايوب زاده د څرکندونو له مخې: د څارونکو شتون د درغليو مخنيوي کوي او د دوى فعاليت د انتخاباتو بهيرته شفافيت ورکوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته