اقتصاد

په لغمان کې د دولتي عوايدو د سرچينو د ژوندي ساتلو په باب هلې ځلې

کابل – باختر د زمري دمياشتې ١١
په لغمان ولايت کې د دولت د عايداتي سرچينو د ژوندي ساتلو په خاطر هلې ځلې پيل شوې دي.
د ماليې وزارت مقامات وايي چې دغه وزارت هلې ځلې کوي چې د موجودو امنيتي چلنجونو په لرې کولو سره د ملي عوايدو د زياتوالي لپاره زمينه برابره کړي.
د ماليې وزارت د بشري منابعو رييس موسى کاموي چې د لغمان ولايت ته سفر کړى دى؛ وايي: دوى هلې ځلې کوي چې د دغه ولايت عوايد زيات کړي.
کاموي د لغمان له والي سره په کتنه کې دغه ولايت ته د خپل سفر هدف د مالياتي حالت څيړل او د دغه ولايت د عايداتي سرچينو د ژوندي ساتلو لپاره د چلنجونو لرې کول وباله.
د ماليې وزارت د بشري منابعو رييس د لغمان له والي څخه وغوښتل چې له زبرځواکو څخه په دغه ولايت کې د ګمرک د ځمکو د بېرته ورکولو په خاطر همکاري وکړي.
د لغمان والي عبدالجبار نعيمي له دغه هيئت سره په کتنه کې د عوايد زياتوالي او د عايداتي سرچينو ژوندي ساتل د افغانستان د اقتصادي ودې او ځواکمنتيا لپاره ازښتناک وبلل او ژمنه يې وکړه چې دغه هدف ته د رسيدو په لاره کې د ماليې وزارت له استول شوي هيئت سره همکاري کوي.
ده دغه راز په لغمان کې له ادارو څخه د دولت د پورونو د راټولولو په خاطر د يو کميسيون د جوړولو خبر ورکړ.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته